د افغانستان سوداګرۍ خونې د روسيې له يوې خصوصې څانګې سره قرارداد لاسليک کړ

ارشيف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د روسیې له یوې خصوصي څانګې سره د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړ چې پر اساس یې د کابل – مسکو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاتېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونو رييس محمد یونس مومند ازادي راډیو ته وویل، د دې موافقې پر اساس به افغان سوداګر له روسیې څخه په نسبتاً ښه بیه غنم او تېل رانیسي.

نوموړي وويل، همکاري به تر ډېره د صادراتو او وارداتو برخه کې پياوړې شي او دغه راز د ترانزيټ او ترانسپورت برخو کې هم د همکارۍ ژمنې شوي دي.