نورستان او کونړ کې د ورښتونو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

نورستان

په نورستان او کونړ ولایتونو کې وروستیو بې وخته درنو واورو د سر و مال تاوانونه اړولي دي.

تر دې مخکې پرون د کونړ ځايي چارواکو د سختې واورې د اورېدو له کبله په دغه ولایت کې د ۲۰ تنو د مړینې خبر ورکړ.

د دوی په وینا د کونړ د څوکۍ ولسوالي په دیوه ګل دره کې د واورې د اورېدو له امله ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

له دې جلا د کونړ په کومار کلي کې د درنې واورې په وجه د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ځايی سرچینې وايي چې په مړو شویو کسانو کې ۴ ماشومان او ۳ ښځې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ځايي چارواکو په قول راپور ورکړی چې د واورې د اورېدو له کبله په کونړ کې سلګونه څاروي هم مړه شوي دي.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي سميع الحق حق بيان وايي، ورښتونو په دې ولایت کې د سر و مال زیانونه اړولي دي.