اروپايي ټولنه د اوکراين او مالدووا پر غړیتوب خبرې کوي

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو بيرغونه

د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې سره جرګه کېږي چې په دې ټولنه کې د اوکراین او مالدووا د غړیتوب لپاره کاندیداتورۍ پر تصویب خبرې به یې د اجنډا په سر کې وي.

د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه باید دغه اقدام تصویب کړي.

داسې نه ښکاري په دې سرمشریزه کې چې سبا هم دوام کوي د دغو دوو هېوادونو کاندیداتوري دې له کوم مقاومت سره مخامخ شي.