طالبانو له نړيوالو له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

ارشيف، هرات کې د سېلابونو له امله ويجاړ شوی کور

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د خوړو له نړۍوال سازمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره مرسته وکړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د وزارت سرپرست عبدالرحمان راشد د چهارشنبې په ورځ په دې همدې اړه د خوړو د نړۍوال سازمان له مشر ریچارډ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره په مرستو بحث وشو.

د تېرې سې شنبې زلزلې او سېلابونو په افغانستان د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي تلفات هم درلودل چې ‌‌ډېر قربانیان یې په پکتیکا ولایت کې دي.

ویل شويو چې په دې پېښو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول خو د دې پېښو د اقتصادي تلفاتو په اړه تر اوسه اړوندو ادارو څه نه دي ویلي.