له زلزله ځپلو سره پر کور دننه او بهر د مرستو ټولولو لړۍ پيل شوې

د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستو يو انځور

د افغانستان په پکتيکا، پکتيا او خوست ولايتونو کې د وړمې شپې د زلزلې له امله زرګونه کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

افغانستان کې دننه او بهر يو شمېر سوداګرو، اشخاصو او بنسټونو له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی.

له زلزله ځپلو سره د مرستو تر ژمنو ورسته، د طالبانو حکومت وايي، په کور دننه او له بهر په ډېره اندازه مرستې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، بهرنۍ مرستې ځني افغانستان ته رسېدلي او ځني نورې پر لاره دي.

ذبیح الله مجاهد مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې د شفافیت ډاډ هم ورکوي.

نوموړی وايي: "له زلزله ځپلو سره تر اوسه پورې زیات کومکونه هم په دننه هېواد کې او هم له هېواد بهر شوي، د ځینو هېوادونو مرستې رارسېدلي او د ځینو په لاره کې دي، د شفافیت په اړه باید وویل شي چې د اسلامي امارت ټول وزارتونه خپل استازي لري او ټولو ته ویل شوي چې له مرستو څه ډول څار وکړي، موږ هڅه کوو چې مرستې اړمنو ته ورسیږي."

سيمې ته د مرستو او ژغورنې ډلې رسېدلي دي، خو د لارې خرابوالی او ورښت پر وخت د مرستو رسولو کې د خنډ لاملونه دي

خو ښاغلي مجاهد د دغه مرستو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي.

په افغانستان کې د چهارشنبې د سهار وختې زلزلې په په څلور ولایتونو پکتیکا، پکتیا، خوست او ننګرهار کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي خو ډېر یې پکتیکا او خوست ولایتونه ځپلې دي.

په کابل کې د یو خیره بنسټ مشر نقیب الله ساحل وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکتیکا او خوست ته ۱۲ زره اړین توکي لکه کمپلې، خېمې، د پخلي بېلابېل توکي او جامې استول شوې دي.

د نوموړې په خبره، یوازې دوی په پلازمېنه کې ۱۵ خېمې د مرستې لپاره درولي او دغه بهیر د دوی د بنست له خوا په هرات، ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم پیل شوې.

نوموړي وويل: "موږ له تیرې ورځې راهیسې زیات شمېر د ژوند اړین توکي راټول کړي او دا لړۍ نن هم روانه ده، موږ شاخوا د ۱۵ زره کسانو لپاره توکي راټول کړي، موږ په خارج کې د فنډ رایزېنګ لپاره قوي کمپاین پل کړي، جرمني، امریکا، اسټرالیا، انګلنډ او کاناډا هغه ملکونه دي چې هلته مېشتو افغانانو د زیاتو پېسو د مرستې ژمنې کړي."

ویل شوي، چې یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او شخصیتونو هم زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی.

د پکتیکا ولایت قومي مشر محمد خان کټوازی ازادي راډیو سره په خبرو کې، په مرسته کونکو کې د کابل د شهزاد سرای د صرفانو ټولنې، د کټواز ځوانانو ټولنې، د ملي سوداګر عبدالرحمان الکوزي او د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبغاړي راشد خان نومونه اخیستي دي.

سيمه کې لا هم خلک د قربانيانو د جسدونو را ايستلو باندې بوخت دي.

راشد خان په خپله تویټر پاڼه په یو پېغام کې د نړۍ له نورو شتمنو لوبغاړو هم زلزله ځبلو سره د مرستې غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې امریکا، ترکیې، هند، پاکستان، قطر، چين، ايران، جرمني د سره صلیب نړېوالې کمیټې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې او د خوړو نړېوال سازمان هم تر اوسه په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

خو د بهرنیو مرستو رقم او څرنګوالی له سم نه‌دی مشخص شوی.

د چین حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا هم نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي.

دی وایي، اوسمهال دوی، پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي.

تازه د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی.

دغه خبره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ګړې ده.