يو شمېر نړيوالو بنسټونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمېر هیوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی.

د وړمې شپې زلزلې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کسان مړه کړي، ژوبل کړي او بې کوره کړي دي.

د سر ه صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغاني سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په دې ستر ناورین کې له زیانمن شویو سره مرسته وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغاني سره میاشت ټولنه د پکتیکا او خوست په شمول، چې زلزلې تر ټولو زیات زیان ور اړولی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۳۰ زره ډېر رضاکاران لري او اوس د دوی ټیمونه زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو بوخت دي.

په پکتيکا، پکتيکا او خوست کې زلزلې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل

پرون د ډنمارک او ناروې د سره صلیب، د قطر او ترکیې د هلال احمر د کمېټو د بشري مرستې رسونې عمله له کابله زلزله ځپلیو سیمو ته روانه شوه.

د امریکا د سره صلیب د کمېټې یوې مشرې سوزن مالاندرینو وايي، افغانانو له وړاندې لا ډېرې سختۍ لیدلي، دا زلزله دوی ته یو بل ناروین دی.

په پکتیکا کې، چې زلزلې پکې د ډېرو خلکو کورونه نړولي او مرګ ژوبلې پېښې کړي، لارې ډېرې خرابې دي او ویل کېږي چې زلزله ځپلیو ته د مرستو رسول هم اسانه کار نه دی.

ځايي خبریال رحیم خان خوشحال د هوا د خرابوالي یادونه کوي، وايي: "هوا سخته خرابه ده، شدید باران اوري، دومره شدید چې خبرې نه اورېدل کېږي. یخني هم ډېره ده او له بلې خوا ډېر خلک بیرېږي چې که کورونو ته لاړ شي بیا به زلزله وشي."

د امریکا د سره صلیب د کمېټې یوې مشرې سوزن مالاندرینو وايي، افغانانو له وړاندې لا ډېرې سختۍ لیدلي، دا زلزله دوی ته یو بل ناروین دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، هڅه کوي چې زلزله ځپلو سیمو ته خوراکي مواد او خیمې ورسوي.

د دې ادارې په وینا په فوري ډول درملو، سرپناه، خوراکي موادو، اوبو، د تشناب وسایلو او غیر خوراکي موادو ته اړتیا ده.

اوچا وايي چې د ورښت او د هوا د سوړوالي له کبله سرپناه ته تر هر شي زیات ضرورت دی.