د خوړو نړيوال پروګرام نن زلزله ځپلو سره د مرستو بهير پيلوي

د زلزلې سيمه

په افغانستان کې له مرګونې زلزلې وروسته د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې له زلزله ځپلو سره به له نن (پنجشنبې) څخه د مرستو رسولو بهیر پيل کړي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له لوري په مرستو کې به اوړه، غوړي، دال نخود، مالګه او انرژي لرونکي بیسکټ شامل وي.

د رسمي شمېرنو له مخې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د وړمې شپې (د چهارشنبې د سهار وختي) په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او کابو یو نیم زر نور ژوبل شوي دي خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم لوړ وي.