جک سوليفان: امريکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې کوي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیفان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیفان په یوه بیان کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې پر ویجاړوونکې زلزلې، چې لږ تر لږه زر تنه پکې وژل شوي، سخت خواشیني دي.

ده همدا راز ویلي چې ولسمشر جو بایډن د افغانستان د زلزلې وضعیت څاري او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او نورو فدرالي شریکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې له هغو کسانو سره چې ډېر اغېزمن شوي دي د مرستې پر لارو چارو غور وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په خپل بیان کې همدا راز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په دې ویاړي چې له افغانستان سره تر ټولو زیاته مرسته کوي او شریک مرستندویان یې له وړاندې څخه په سیمه کې طبي مرسته او سرپناه برابروي.

ده دا هم ویلي چې امریکا د دې وحشتناک ناورین په لړ کې او له هغه وروسته ژمنه ده چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.