ګارډین: افغانستان کې به زلزله ځپلو سره د مرستو هڅې ستونزمنې وي

پکتیکا کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او لسګونه کلي يې نړولي دي.

ګڼو لویديځ رسنیو په افغانستان کې د چارشنبې زلزلې ته پام اړولى.

ګارډین:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له پېښې سمدستي وروسته، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر مرستندویه ادارو غږ وکړ، چې له افغانستان سره په بېړنیو حالاتو کې مرسته وکړي.

د ګارډین د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، اروپايي ټولنه وضعیت څاري او چمتو ده چې له افغانانو او زلزلې له قربانیانو سره همغږي او بېړنۍ مرستې وکړي.

خو ګارډین زیاته کړې، چې د ژغورنې او مرستې هڅې به ستونزمنې وي ځکه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته په افغانستان کې د ډېرو نړیوالو مرستندویه ادارو کارونه محدود شوي دي.

د ګارډین په وینا دا غمیزه په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی، هغه بحران چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې افغانستان ځپلی دی، ډېرى هېوادونو د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونه لګولي او له افغانستان سره يې میلیاردونو ډالره مرستې کمې کړي دي.

شيکاګو ټريبيون:

شیکاګو ټریبیون هم د اسوشیټیډ پریس نوی راپور خپور کړی او په دې راپور کې یې د یوه زلزله پوه له قوله ویلي، چې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزله شوې ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د زلزلې پوه رابرټ سنډرز له قوله ویل شوي چې د نړۍ په ډېرو برخو کې دومره زلزله دا ډول پراخه ویجاړي نه رامنځته کوي.

خو د سنډرز په وینا په زلزله کې د مړینو شمیر له جغرافیایي موقعیت، د ودانۍ کیفیت او د نفوس په کثافت پورې اړه لري.

سنډرز ویلي چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د نفوس د زیاتوالي او د غرنیو سیمو، د ډبرو او د مځکې د ښویېدو له امله د پام وړ زیانونه اړولي دي.

ډېلي هيرالډ:

ډېلي هیرالډ خپرونې هم په افغانستان کې د وروستیو زلزلو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې وايي، نړیوالې مرستندویه ادارې هم د امنیتي دلایلو او هم د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له امله له افغانستانه ووتلې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ترکیه او متحده عربي امارات په ګډه کار کوي چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې عملیات بیا پیل کړي خو نړیوالې کارګو الوتکې لا هم افغانستان ته الوتنې نه کوي، چې له امله یې په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.