چارواکي: زلزلې د پکتیکا ۳۳ کلي په بشپړ ډول نړولي

د زلزلې له امله د پکتیکا ولایت د یوې نړول شوې سیمې انځور

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مشر وایي، دغه ولایت کې ۳۳ کلي " په بشپړ ډول" زلزلې نړولي دي.

حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، تراوسه دوی د زرو کسانو مړینه او د ۱۵۰۰ ټپي کېدل ثبت کړي دي.

ښاغلی حکمت وایي، د ژغورنې ټیمونه لا لګیا دي او ویره شته چې مرګ ژوبله به له دې نوره هم لوړه شي.

له نوموړي سره زمونږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په پیل کې د مرګ ژوبلې په اړه پوښتلی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حکمت الله عصمت سره مرکه