کاپیسا کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو

افغان فوټبال لوبغاړي

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا لیګ نن د دې ولایت د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل شو چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

دا لیګ چې د کاپیسا په ورزشي سټډيم کې کېږي، په لومړۍ لوبه کې یې هندوکش لوبډلې ۲-۰ اریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، په دې لیګ کې د کاپیسا د مرکز په ګډون د دریو ولسوالیو لوبډلو برخه اخیستې ده.

یاد ادارې ویلي دي چې د دې سیالیو د کېدو هدف د مرکزي زون لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول دي.