د طالبانو حکومت: د زلزلې سيمو ته د ژغورنې ډلې رسېدلي دي

د زلزلې په سيمه کې طالب چارواکي

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي چې د خوست او پکتیکا د زلزله ځپلو مرستې ته یې د ژغورنې او روغتیایي خدمتونو ټیمونه رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، د دوی له خوا یو پلاوی هم ټاکل شوی چې د ژغورنې او مرستې رسونې چارې وڅاري.

نوموړي ويلي: "د خلکو د ژغورنې لپاره د ژغورنې او روغتیایي ټیمونه، د کورنیو چارو مسولین او د وسله وال پوځ منسوبین سیمې ته رسیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت د مولوي زین الله عابر په مشرۍ پلاوی سیمې ته اعزام کړ او همدا راز نقدي مرسته هم سیمې ته ولېږل شوې."

د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې تېره شپه یوه نیمه بجه شاوخوا د خوست او پکتیکا ولایت سیمې ولړزولې او ټکانونه یې په څنګلورو ولایتونو او پاکستان کې هم حس شوي دي.

زلزلې مرکز د خوست سپېره ولسوالۍ ښودل شوی دی.