ملا هبت الله اخندزاده له نړيوالې ټولنې له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

پکتيکا د تېرې شپې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې د زلزله ځپلو لاسنیوي ته ور ودانګي.

د ښاغلي اخندزاده د خواخوږۍ په پيغام کې چې نن خپور شوی راغلي، پکتیکا او خوست کې د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژلي او له ۵۰۰ زیات نور یې ټپیان کړي دي.

په پیغام کې راغلي چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.

د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې له وزارت او اړوندو نورو ادارو او خلکو غوښتي چې هر څه ژر له ټولو امکاناتو سره د پیښې ځای ته ځانونه ورسوي.