خلک: له بنديز سره پکتيا کې ځنګلونه وهل کېږي

ارشيف

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د ځايي چارواکو له خوا د ځنګلونو په وهلو کېدو له بندیز سره سره، بيا هم دې ولایت کې ځنګلونه وهل کېږي.

د دې ولایت دوو اوسېدونکو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې غرني ځنګلونه وهل کېږي او قاچاق کېږي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم پرون د یوه خبر په خپرولو سره ویلي و چې په ګردېز کې له شنو لرګیو بار یو موټر یې نیولي دي.

یاد ریاست لیکي، موټر چلوونکي غوښتل دا لرګي قاچاق کړي چې د طالب ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

تر دې مخکې د پکتیا لپاره د طالبانو د والي ویاند ادم خان اوریاخېل ازادي راډيو ته ویلي و، چې د ځنګلونو د ساتو لپاره یوه امنیتي قطعه جوړوي خو دا چې د قطعې د جوړېدو چېرته رسېدلي، ښاغلي اوریاخېل په دې اړه تازه جزئیات له موږ سره شریک نه کړل.