بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي

بدخشان ولايت کې د سېلابونو يو انځور

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وایي چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې وزارت معین مولوي شرف الدین مسلم تېره ورځ ناوخته په یوه پېغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې د دغو سېلابونو په نتیجه کې پنځه سوه کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي ويلي: "د دغو سېلابونو او تالندې له وجې زموږ لس هېوادوال شهیدان شوي دي. همداسې دوه تنه ټپیان شوي او شاوخوا درې نیم زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده."

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې روانې دي.

تردې مخکې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د پلازمېنې کابل او بدخشان، کندز، بامیان، غرني، کندهار، ننګرهار او پنجشېر په ګډون په شاوخوا ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو اټکل کړی و.