د طالب چارواکو پر سفر د ملګرو ملتونو درې کلن بندیز نن پای ته رسېږي

د طالب چارواکو پر سفر د ملګرو ملتونو درې کلن بندیز د نه تمدیدېدو په صورت کې نن د جون په شلمه پای ته رسېږي.

د بشري حقونو ملاتړې ادارو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د طالب چارواکو پر سفر بندیزونه وغځوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مشرې هېدر بار نن د جون په شلمه ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د سخت فشار له امله باید پر طالبانو د سفر بندیزونه ولګول شي.

اوسمهال یوازې د طالبانو د ادارې پر ۴۱ غړیو د سفر بندیز لګېدلی خو درې کاله وړاندې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو پر سفر بندیز په نسبي توګه لرې شو.

د هېدر بار په وینا درې تنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي مسوول دي.

بار زیاته کړه: "په دغو دريو کسانو کې د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي او د طالبانو مذهبي مشر ملا هیبت الله اخندزاده شامل دي. ویل کېږي چې اخندزاده د مارچ په میاشت کې د نجونو متوسطه ښوونځیو او لېسو د نه پرانیستل کېدو اصلي پرېکړه کونکی دی."

هېدر بار

څه باندې لس میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړلې دي.

د نړیوالو پر غوښتنو سربېره د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، خو وايي چې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره يوه کمېټه کار کوي.

تر اوسه د کمېټې د دریځ په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو منتقدین وايي، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې فشارونه زیات شوي، طالبان باید له نورې نړۍ څخه جلا شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

تر اوسه معلومه نه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به درې ورځې وروسته د طالب چارواکو د سفر په اړه څه پرېکړه وکړي.

خو د بشري حقونو ادارو تر دې مخکې هم پر طالبانو نه یوازې د بندیزونو د غځولو غوښتنه کړې، بلکې د دې فهرست د زیاتولو غوښتنه یې کړې.