د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيران د اوکراين د غلو دانو پر خوشې کولو خبرې کوي

د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيران

ټاکل شوې، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین د ملیونونو ټنو غله دانو د خوشې کېدو پر لارو چارو بحث وکړي.

دغه غله جات د روسي ځواکونو له خوا د تور سمندرګي د بندرونو د تړلو له کبله راګیر پاتې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې پر دې موضوع خبرې کوي.

د دغو غله جاتو، چې اندازه یې تر ۲۰ ملیونو ټنو زیاته ښوولې شوې، د بندېدو له کبله په ځانګړي ډول په افریقا او منځني ختیځ کې د عرضې د کمېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې وې.