کابل: تېر ماښام د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د طالبانو امنیه قومانداني وايي، تېر ماښام په کابل کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي دي.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بېګاه پر خپل ټویټر لیکلي، په یوه کرولا ډوله موټر کې چاودنه په خواجه بغرا سیمه کې شوې چې په موټر کې ناست دوه کسان وژل شوي.

خو ځینو عیني شاهدانو محلي رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴ کسان وژل شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

تېره شنبه د کابل په کارته پروان کې د سکانو پر ګوردواره ډله ییزه حمله کې د طالبانو په خبره ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي وو، د هغې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.