افغانستان کې د کډوالۍ بهير لا پسې چټک شوی

افغانستان کې داخلي بې ځايه شوي

نن د جون ۲۰مه د کډوالۍ نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې، د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د کډوالۍ بهير لا پسې چټک شوی دی.

د جون ۲۰مه د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو د درناوي لپاره په دې نوم یاده شوې.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې میلیونونه اتباع یې جنګ جګړو او اقتصادي ستونزو کډوالۍ ته اړ کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر لا پسې چټک شو.

دمګړۍ زرګونو افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په البانیا، ابوظبي، قطر او پاکستان کې کمپونو ته کډه شوي وايي چې برخلیک یې معلوم نه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي.

تر نیمايي زیاته برخه یې په ایران او پاکستان کې اوسي.