د ازبکستان د ملي امنيت سلاکار او طالب چارواکو ليدنه؛ تاشکند د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د ازبکستان بيرغ

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

نوموړي په جولای میاشت کې د تاشکند په کوربه توب د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې د جوړېدو اعلان هم کړی دی.

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کامیلوف وايي، د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د نوي باب په پیلیدو سره د افغانستان د اقتصادي سیسټم د بیارغونې او پیاوړتیا په برخه کې ګډو خبرو ته لاره هواره شوې.

کاملوف چې پخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر و، دمګړۍ د ملي امنیت د سلاکارۍ تر څنګ د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په اقتصادي چارو کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل چې تاشکند به د جولای په میاشت کې د افغانستان په اړه د یوه نړیوال اقتصادي او سیاسي کنفرانس کوربه وي.

ملا عبدالغني برادر

هغه زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې به د طالبانو یو پلاوی هم راوبلل شي.

خو نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل چې د کومو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي او د اجنډا کې به یې مشخص څه وي.

د ازبکستان حکومت په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت، د اقتصادي ستونزو په هواري او د حیاتي پروژو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

له کاملوف سره په کتنه کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د دغه هېواد د نیمه پایو پروژو په بشپړېدو ټینګار وکړ.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور اوسپنې پټلۍ او همدارنګه د برېښنا بند او د ملکي هوايي چلند د پروژو کار ژر تر ژره پیل شي.

عبدالعزیز کاملوف له ملا برادر سره تر لیدو مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل.

د دې کتنې د جزياتو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: "په ناسته کې د افغانستان – ازبکستان په دوه اړخیزو اړیکو اوسني وضعیت، د ټرانزیټ په تقویت او تجارت باندې خبرې وشوې. ښاغلي کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هېواد له امنیت سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز تجارت او ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نږدې کار وکړو."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل

که څه هم د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پيژندلی خو ګڼ بهرني او لویدیځ چارواکي له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفرونه کړي.

ازبکستان داسې وخت خپل لوړپوړی پلاوی کابل ته استولی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې د پولو د امنیت په اړه اندېښنې ښودلې وې او یو وار یې د پولې په اوږدو کې پوځي مانورنه هم ترسره کړل.