د هند صدراعظم د کابل پر یوه ګوردواره پرونی برید وغانده

د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي د کابل پر یوه ګوردواره پرونی برید وغانده.

ښاغلي مودي تېره شپه په خپل ټویټر کې ویلي، د دې بزدلانه تروریستي برید له کبله یې سخت ټکان خوړلی دی.

صدراعظم مودي دا برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

پرون په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره برید د طالبانو په خبره ۲ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.