په بنګله دېش او هند کې سېلابونو لږترلږه ۴۱ کسان مړه کړي

سختو بارانونو د هند په سړکونو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

په بنګله دېش او هند کې د پشه کال تر بارانونو وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه کړي دي.

چارواکو پرون شنبه وویل، چې دغو سېلابونو ویجاړۍ هم پېښې کړي او په ملیونو کسان یې لالهانده کړي دي.

که څه هم په بنګله دېش کې وخت ناوخت سېلابونه بهېږي، خو متخصصان وايي، په وروستیو کې اقلیمي بدلون د دې سبب شوی، چې دغه سېلابونه ناڅاپي، په شدت او زیات وبهېږي.