ټلېګراف: لوديځوال د افغانستان له هيروينو خپلې کوڅې خوندي کوي، خو افغانان يې قرباني دي

يو شمېر په نشه روږدي افغانان

ټلېګراف ورځپاڼه:

د برېتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان پر مخدرو موادو په تېره بیا د هیروینو پر استعمال لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي، د افغانستان هیروین نه یوازې د درستو هېوادونو لپاره ستونزه ګڼل کېږي بلکې په خپله په افغانستان کې یې ناورین رامنځته کړی دی.

ورځپاڼې د کابل په لوېدیځ کې تر یوه پله لاندې د شاوخوا زر تنو معتادانو عکس خپور کړی چې تورې او خیرنې جامې یې په تن دي، ځینې پراته، ځینې ناست او ځینې ولاړ لیدل کېږي.

د کابل «پل سخته» چې له کلونو راهیسې په کابل کې د معتادانو یو اصلي مرکز بلل کېږي، ورځپاڼې یې یادونه کړې او په عکسونو کې ښکاري، په دې ځای کې اکثره کسان ځوانان دي خو یوازې هډوکي یا سکلېټ ورپاتې دی.

ټیلګراف لیکلي، په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه ډېرې هڅې کوي چې د خپلو ښارونو کوڅې د افغانستان له هیروینو خوندي کړي، په خپله افغانان د دې موادو لوی قربانیان دي.

د هغې سروې له مخې، چې په ۲۰۱۵ م کال کې وشوه، د افغانستان په ۳۹ میلیونه وګړو کې د یو میلیون او ۹ سوه زرو او ۲ میلیونه او ۳ سوه زرو ترمنځ په مخدرو موادو روږدي وو.

ګومان کېږي چې په افغانستان کې د نړۍ په کچه د تریاکو استعمال تر ټولو ډېر دی، خو د طالبانو له واک ته رسېدو او د اقتصادي ستونزو له ډېرېدو وروسته باور کېږي چې د مخدرو موادو د استعمال په برخه کې به وضعیت لا خراب شوی وي.

د ملګرو ملتو د مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر غړي کامران نیاز ورځپاڼې ته ویلي، کله چې اقتصادي ستونزې ډېرې وي، کله چې بې ځایه شوي وي هلته یقیناً لا ډېر خلک مخدرو موادو ته پناه وړي.

تر پل سوخته لاندې کابو ټول پراته کسان هیروین او شیشه استعمالوي، هر یو یې بېله کیسه لري خو اکثریت یې وايي چې په ایران کې په نشو روږدي شوي دي.

طالبانو سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه او ورسره دا هیله پیدا شوې چې په افغانستان کې به د مخدرو موادو تولید کم شي خو ټیلګراف ورځپاڼه وايي، څرګنده نه‌ده چې طالبان به پر خپله دې پرېکړه ودرېږي او که نه.

انسایډر خپرونه:

انسایډر خپرونې د افغان ښځو د عدم تشدد یا بې تاوتریخوالې مبارزې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې د وحیدې امیري په نوم د یوې ښځې هلوځلو ته اشاره کړې چې وايي، کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته ورسېدل نو ارامه کښېنناسته. دې له یو شمېر نورو مېرمنو سره په کابل او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې چې له کبله یې ونیول شوه او بالاخره ګاونډي پاکستان ته جلا وطنه شوه.

امیري انسایډر ته ویلي چې افغان ښځې د خپلو حقونو او په هېواد کې د عدالت لپاره مبارزه کوي.