اوکراين کې دوه پخواني امريکايي سرتېري لا درکه شوي

د امريکا او اوکراين بيرغونه

دوه پخواني امریکایي سرتېري چې ویل کېږي د اوکراین له ځواکونو سره یې د روسیې پر ضد جګړه کوله، د اوکراین په ختیځ کې لادرکه شوي او ویره شته چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي وي.

د ۲۷ کلن انډي هوین Andy Huynh او ۳۹ کلن الیکسندر درویکAlexander Drueke خپلوانو ویلي چې دوی وروستی ځل یوه اوونۍ مخکې ورسره تماس درلود.

دا دوه پخواني امریکايي سرتېري د الاباما ایالت اوسیدونکي دي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون (د جون په ۱۶ مه) وویل چې دوی د دوو امریکایانو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره "سخت کار کوي" او دا چې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه ارزوي چې څرګندوي روس پلوه بېلتون غوښتونکو ځواکونو لږ تر لږه دوه امریکایان نیولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس هم خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو له روسیې سره په دې اړه خبرې نه دي کړي او د دواړو په اړه یې راپورونه ناتایید شوي وګڼل.

پرایس دا هم وویل چې د دریم امریکایي په اړه راپورونه موجود دي چې په اوکراین کې یې ځای نه دی معلوم او داسې انګېرل کېږي چې هغه اوکراین ته د وسلو لېږد لپاره سفر کړی دی.