طالبان: پنجشېر کې مو هليکوپټرې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه

ارشيف

طالبانو تایید کړې چې د دوی یوه هیليکوپټره په پنجشېر ولایت کې له تخنیکي ستونزو سره مخ وه او د ملي مقاومت د جبهې هغه ادعا یې رد کړه چې ګواکې دوی دا هیلیکوپټره هدف ګرځولې ده.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې هیليکوپټره د تخنيکي ستونزې له امله کښېناسته او وروسته بیا والوته.

د ښاغلي مجاهد په وینا په دې پېښه کې د هیلیکوپټرې سپرلۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

له بلې خوا د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې تېره شپه د پنجشېر په ارزو دره کې د دوی ځواکونو د طالبانو یوه M17 هیلیکوپټره وویشته او څلور تنه سپرلۍ یې ترې ژوندۍ ونیوله.