ميچل بشلې: افغانستان له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنره میچل بشلې

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنره وايي، افغانستان له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنرې میچل بشلې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځوسمې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې اقتصادي او بشري بحران د ټولو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د بشلې په وینا د بې کارۍ د ډېرېدو ترڅنګ ۹۳ سلنه افغانان د خوړو امنیت نه لري چې له دې امله د کورونو سرپرستې مېرمنې، د لوړ عمر کسان، معلولان او ماشومان د ژوند تر ټولو سختې او تیارې شېبې تجربه کوي.

هغې ویلي سره له دې چې ۱۸.۱ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، دا خدمات هم ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي.

نوموړې د دې ستونزو علت د یوه کارنده ملي مېکانېزم نشتوالی بولي چې د افغانانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنرې ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت به په افغانستان کې دوام وکړي.