امريکا له اوکراين سره د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستې اعلان وکړ

د امريکا ولسمشر جو بايډن او د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي

د امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستې اعلان وکړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه په یوه بیان کې وویل، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته یې په پرونیو ټېلفوني خبرو کې وویل چې امریکا اوکراین ته د پرمختللیو راکټي او هاوان سیستمونو په خاطر د مهماتو او دفاعي وسلو په شمول پوځي مرستې ورکوي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر پرون په بروکسل کې ویلي و چې لوېدیځ باید اوکراین ته د وسلو ورکړه چټکه کړي.