د ملګرو ملتونو شورا: افغانان د بشر د اوسني نسل تر ټولو تياره شېبې تجربه کوي

د ملګرو ملتونو شورا

د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې د دې سازمان د بشري حقونو کمېشنرې د افغانستان په اړه وویل، افغانان د بشر د اوسني نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.

د کلونو جګړو او د تېر کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو له امله افغانستان په سخت اقتصادي، ټولنیز، انساني او د بشري حقونو په بحران کې ښکېل شوی دی.

میشل باچلې غونډې ته وویل، په مارچ کې یې افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې له طالب چارواکو، او د ډاکترانو، ژورنالیستانو، مدني فعالانو، د غیر حکومتي موسسو د کارکوونکو په شمول له یو شمېر تکړه ښځو سره ولیدل چې له هغوی سره په افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ په اړه خبرې وکړي.

دې وویل چې په افغانستان کې حالات حساس دي او د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله یو میلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.