زلنسکي: د اوکراين په ختيځ کې اوکرايني سرتېري دردونکي تلفات لري

د اوکراين ولسمشر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وايي هغه سرتېري چې د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه کوي په داسې حال کې چې د لویدیځو هېوادونو د وسلو مرستو ته انتظار کوي، دردوونکي تلفات ورکوي.

ولودیمیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې اوکراین د توغنديو ضد عصري وسلو ته همدا اوس اړتیا لري او زیاته یې کړه چې متحد هېوادونه د دې وسلو په استولو کې د ځنډ لپاره هېڅ توجیه نه لري.

بل خوا د ناټو عمومي منشي ویلي چې لویدیځ هېوادونه باید د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره اوکراین ته درنې وسلې ورکړي.

یینس ستولتنبرګ پرون (د غبرګولي ۲۴مه) په هاګ ښار کې د ناټو د اوو اروپايي غړو د مشرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې اوکراین باید نورې درنې وسلې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني ځواکونه په ختیځ ښار سیویرو دونېڅک او شاوخوا سیمو کې یې له روسي ځواکونو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل دي.