ايراني چارواکي: ايران کې د کارګرانو ماشومانو شمېر ۲ برابره ډېر شوی

د خښتو پخولو په بټیو کې له ماشومانو کار اخيستل

ایراني چارواکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ایران کې د ماشومو کارګرانو شمېر ۲۰ برابره زیات شوی دی.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال فتاح احمدي پرون وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د کورنیو اقتصادي ژوند ناامن شوی او په نتیجه کې یې په ایران کې د کارګرو ماشومانو شمېر په ځلونو زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو سازمانونو لخوا څو ځل افغانستان کې هم د ماشومانو پر ناوړه وضعيت اندېښنه وښودل شوه.