خلک: د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په يوه ځنګل کې اور لګېدلی

نورستان کې په ځنګله کې اور

د نورستان اوسېدونکي وايي د نورګرام ولسوالۍ تیتین دره کې له دوو ورځو د نښترو او ځنغوزیو ځنګل کې اور لګېدلی چې دوی یې د مړه کولو هڅه کوي.

په سیمه کې یوه قومي مشر مولوي غلام سخي ازادۍ راډیو ته وویل، شا و خوا سل ځوانان د اور د مهارولو لپاره لاس په کار شوي.

تر دې مخکې هم د نورستان نورګرام ولسوالۍ، د کونړ او خوست په ځینو ځنګلونو کې اور لګېدلی و.