ملګري ملتونه: له ۲۴ ميليونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري

'حکومت دې یا ښار پرانیزي او یا دې مرسته وکړي'

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال ۲۴ ميلیونه او ۴ لکه انسانان چې د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي، بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ نن په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ميلیونونو انسانانو د ژغورنې لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري.

دغې ادارې ویلي دوی له کډوالو سره هم خپل پیوستون ته دوام ورکوي.