ملګري ملتونه: په بلخ کې سږکال د غنمو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو، په بلخ ولایت کې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبر ورکوي.

فاو پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې په بلخ کې بزګران د هغو اصلاح شویو تخمونو له برکته چې دې ادارې ورسره کړي، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي تمه کوي.

د عثمان په نوم د بلخ یوه بزګر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ته ویلي، چې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه به ۱۴۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکړي چې دا به د هغو حاصلاتو چې د کورنیو تخمونو په نتیجه کې ترلاسه کېږي، درې چنده زیات وي.

فاو ویلي، چې له بزګرو سره د غنمو د دغو اصلاح شویو تخمونو لګښت د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د ژوند ژغورنې پروګرام ورکړی دی.