په نیمروز کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۹ غړي وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نیمروز ولایت موقعیت

په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز کې یوه سړي د ماشومانو او ښځو په ګډون د خپلې کورنۍ نهه تنه غړي په ډزو وژلي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د رسنیو مسوول بهرام حقمل نن آزادۍ راډیو ته وویل، چې د تورن قاتل نوم ویس دی او پر قربانیان یې په دو جلا پېښو کې ډزې کړې دي.

هغه وویل: "دې فرد خپلې دوه مېرمنې سره له څلورو ماشومانو د دوهمې امنیتي حوزې په ساحه کې په شهادت رسولي دي او د خپلې خسرګنۍ د کورنۍ پر څلور غړو یې د درېیمې حوزې په ساحه کې ډزې کړي، درې یې په شهادت رسولي او یوه مېرمن تراوسه په روغتون کې بستر ده چې روغتیايي وضعیت یې تېره شپه وخیم و، خو ډاکټران وايي چې اوس مهال بهتره شوې ده."

ښاغلی حقمل وايي، چې تورن له پېښې وروسته تښتېدلی دی او د نیولو لپاره یې د پولیسو عملیات روان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په وژل شویو کې د مشکوک قاتل دوه مېرمنې، څلور ماشومان او د دواړو ښځو د کورنیو غړي شامل دي.

روغتیايي چارواکو ویلي دي، چې په قربانیانو کې د اوو میاشتو یوه امېدواره مېرمن هم وه.

په هغو تصویرونو کې چې امنیه قوماندانۍ ترلاسه کړي تورن سړی په داسې حال کې ښکاري، چې په لاس کې یې کلشنیکوف او په غاړه کې یې ګردنۍ ده.

امنیه قومانداني د لومړنیو اطلاعاتو پربنسټ وايي، مشکوک قاتل پر یوه نجلۍ مین شوی و، او غوښتل یې درېیم واده وکړي خو د خپلو ښځو له مخالفت او د خسرګنۍ له فزیکي تشدد سره مخامخ شوی و.