د سوداګرۍ خونه: سوداګر د ټوکر په واردولو کې له ستونزو سره مخ دي

ارشيف

د افغانستان د ټوکر (رخت) برخې سوداګر د وارداتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې دغو سوداګرو د خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو د حل په موخه ناسته کړې.

د خبرپانې په حواله، د ټوکر (رخت) سوداګرو له عربي متحده اماراتو او چین سره د ویزو او دغه شان له افغانستان دغه ملکونو ته د پېسو د لیږد په برخه کې خپلې اندېښنې د خونې چارواکو سره شریکي کړي.

د خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خونې چارواکو دغو سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل په برخه کې ژمنې ورکړي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول بهرنیو هېوادونو ته د صاداراتو او وارداتو په برخه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه زیات راپورنه ورکړل شول.