د افغان ترک ښوونځي زده کوونکو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ لومړی مقام ګټلی

ارشيف، د افغان ترک ښوونځي زده کوونکي

د افغان ترک ښوونځي د جوزجان څانګې زده کوونکو د ۴۳ هېوادونو د زده کوونکو تر منځ د ساینس په المپیاد کې اول مقام ګټلی دی.

د باختر اژانس د راپور له مخې د ساینس المپیاد په انلاین توګه د تایلند په کوربه‌توب ترسره شو چې پکې د جوزجان د افغان ترک زده کوونکو اولس ميډالونه وګټل.

په دې ډله کې د سرو زرو د مډال ګټونکي سید احمدمبین ویلي چې ده او یوه ډله ټولګیوالو یې د ساینس په المپیاد کې برخه واخیسته او د افغانستان لپاره یې ویاړ وګاټه.

د تایلند د ساینس المپياد سیالیو په تېر دور کې چې ۲۰۲۱ کال وشو د جوزجان زده کوونکو ۱۱ مډالونه ګټلي وو.

افغان ترک ښوونځي له کلونو افغانستان کې فعاله دي چې د نورو ښوونځیو ممتازه زده کوونکي پکې له څو دورو عمومي ازموینو وروسته جذبیږي.