د بښنې نړيوال سازمان له طالبانو د اجمل حقيقي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بخښنې نړيوال سازمان لوګو

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو څخه د افغان یوټیوبر اجمل حقیقي د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د ياد سازمان په یوه خبرپاڼه کې پرون راغلي، چې له يوې اوونۍ زياتې مودې وروسته د ښاغلي حقیقي او د هغه د درېيو همکارانو برخليک معلوم نه دى.

د بښنې نړيوال سازمان وايي، طالبان په افغانستان کې له بيا واکمنېدو راهیسې د هغو کسانو پر وړاندې چې د بشري حقونو او عصري ارزښتونو ملاتړ کوي، له تاوتريخوالي، ځورونې او ډارولو څخه کار اخلي.

د طالبانو حکومت وايي چې اجمل حقيقي او د هغه ملګري يې اسلام ته د سپکاوي په تور نيولي دي.