لغماني بزګران د سبزيجاتو له حاصلاتو راضي نه دي

لغمان مېشتي بزګران همداراز له ولايتي مسوولينو کروندګرو سره د اړينو مرستو ترڅنګ غواړي چې د دوی د حاصلاتو د رسېدو پرمهال دې هېواد ته له بهره د سبزيجاتو د راتګ مخه ونيسي.

په لغمان کې بزګران وايي، سږکال يې د ځينو لاملونو له کبله په کروندو کې د کرلو سبزيجاتو حاصلات ښه نه دي.

لغمان د هېواد په ختيځ کې يو له هغو ولايتونو دی چې د کروندګرو د لاسي خواريو حاصلات يې د دې ولايت ترڅنګ د هېواد بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو ته رسېږي، خو سږکال يې کروندګر د کروندو له حاصلاتو راضي نه دي.

په لغمان کې کروندګر محمد نادر او عبدالقدیر ازادي راډيو سره په خبرو کې د باکيفيته درملو او اصلاح شویو تخمونو نشتوالی او د سرو لوړې بیې هغه لاملونه يادوي چې له امله يې د دوی حاصلات د تېر په پرتله کمزوري وو.

محمد نادر وايي: "نوم مې محمد نادر دی، دلته خو داسې څوک نشته چې د دهقان غم وخوري، دا څو کاله شو، سږ کال یې يو بوجۍ سپینه سره او يوه بوجۍ غنم موږ ته راکړي، هغه يې هم داسې وخت کې راکړي چې اوس غنم لو شول، اوس يې راکړل."

اعبدالقدیر وویل: "نوم مې عبدالقدیر دی، اول خو دوا بې کیفیته ده، چینجي ورسره نه ورک کېږي، دویم چې مرض کې بازار ته ولاړ شو او دوا ورته راوړو نو دوا کار نه کوي، دا دوهم ځل دی چې بوټي حاصل ته ورسېږي، دلته دوه چینه پېسې کوي، نورې بازار ګډوډ شي، یا نرخ پنځوس يا شپیته شي یا اویا شي."

لغمان کې بزګران د سبزیجاتو د راټولولو پرمهال

دلته د سړو خونو نشتون کروندګر اسلم او محمد کبیر ازادي راډيو ته بله هغه ستونزه يادوي، چې له امله یې د حاصلاتو د رسېدو پر مهال دوی تر ډېر وخته سبزيجات نه شي ساتلی او زيان ويني.

لغمان مېشتي یاد بزګران همداراز له ولايتي مسوولينو کروندګرو سره د اړينو مرستو ترڅنګ غواړي چې د دوی د حاصلاتو د رسېدو پرمهال دې هېواد ته له بهره د سبزيجاتو د راتګ مخه ونيسي.

اسلم وویل: "موږ ته دې اصلاح شوي تخمونه راکړي او د اوبو غم دې وکړي او د سرې غم دې وکړي."

محمد کبیر وايي: "له پېښوره چې کومه سبزي راتلله دلته به ښه ګرانه خرڅېدله، دا چې اوس منډوي ته یوسې په هغه بیه نه ځي، دا اوس هم څو کسان راغلي وو او د رومیان یو پاکټ یې له اتیا افغانیو پورته نه اخیست، له حکومته غواړو چې په هغو باندې چې له بهره راځي، لاس ونیسي او مخه دې ونیسي چې حد اقل په سلو افغانیو خو خرڅ شي کنه."

د لغمان والي قاري زين العابدين عابد بيا ازادي راډيو سره په خبرو کې تر يو بريده د کروندګرو شته ستونزې ومنلې او زیاته يې کړه، چې په نېږدي راتلونکي کې به د يو شمېر مرستندويو ادارو سره په ګډه همکارۍ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، باکيفيته درمل او سرې ووېشي.

هغه وویل: "په نېږدې ورځو کې ان شاالله موږ يو ترتیب داسې لرو چې اصلاح شوي تخمونه تقسیم کړو، د موسساتو له لارې سرې په دهقانانو تقسیم کړو، همدغسې د دوا ترتیب ورته تیار شوی، دا شیان تیار شوي، نن او سبا کې، موږ نه یې اجازه غوښتې او اجازه مو ورته ورکړې ده، ان شاالله په نېږدې ورځو کې به همدا درې واړه شیان په دهقانانو تقسیم شي."

د کرنې برخې د پوهانو په اند، که حکومت په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره يې معياري سړې خونې جوړې کړي، تر ډېره به د کال په ټولو موسمونو کې د هېوادوالو د کرنيزو محصولاتو اړتياوو ته رسېدنه وکړای شي.