کندز کې چاودنه شوې

ارشیف

د کندز ولایت په مرکز کې چاودنه شوې خو تر دې دمه یې د مرګ ژوبلو کره شمېر نه دی څرګند شوی.

د کندز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبیدالله عابدي پېښه تاییدوي خو وايي، چې په نتیجه کې یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې برید مسوولیت هم تراوسه کومې دلې په غاړه نه دی اخیستی.