طالبان په هرات کې د صنعتي ښارګوټي د دوو فازونو د ځمکو وېش پیلوي

د هرات ښار یوه څنډه

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي د ۴ او ۵ فاز د ځکمو نومرې په سوداګرو ووېشل شي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حمیدالله خادم نن ازادي راډيو ته وویل، سوداګرو ته د هرات د صنعتي ښارګوټي د ۴ او ۵ فاز ځمکو په وېشلو سره به په دې ولایت کې پانګونه او کورني تولیدات ډېر شي.

د نوموړي په خبره ټاکل شوې، چې ډېر ژر په هرات ولایت کې دوهم صنعتي ښارګوټی هم د دې ولایت د سميټو فابریکې ترڅنګ کار پیل کړي.

ښاغلی خادم وايي، د سو سوداګرو لویه اندېښنه په بانکي چارو کې بې نظمي ده چې له دې امله سوداګر نه شي کولای خام مواد له لومړۍ منبع او په مناسبه بیه ترلاسه کړي.