د اروپايي کمېسيون مشره د اوکراين پلازمېنې ته ورسېده

د اروپايي کمېسیون ريیسه اورزلا فن دیرلین

د اروپايي کمېسیون ريیسه اورزلا فن دیرلین د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده.

دې نن په یوه ټویټ کې ولیکل، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره به د اوکراین د بیا رغونې او په اروپايي اتحادیه کې د دغه هېواد د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته دا اوکراین ته د اغلې فن دیرلین دوهم سفر دی.