امریکايي چارواکى: د بشر حقونو برخه کې د طالبانو نظر نه دى بدل شوى

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو نظر نه دی بدل شوی.

سوپکو ازادي راډیو ته په دې تړاو وویل: "په ښکاره توګه د طالبانو لید د بشري حقونو، ښځو او حتی د رسنیو د ازادۍ په برخه کې چې په افغانستان کې یې موږ سخت ملاتړ کړی، نه دی بدل شوی."

طالبانو تر اوسه د سوپکو د دې خبرو په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې د دا ډول سرغړونو تورونه رد کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل کړی دی، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي او د رسنیو د یو شمېر خپلواکو بنسټونو په وینا، طالبانو پر خبریالانو محدودیتونه زیات کړي دي.