ترکيې لسګونه افغانان کابل ته لېږدولي

عکس آرشیف :له ترکیې څخه کابل ته لېږدول شوي افغانان

ترکي رسنیو له دې هېواده د نژدې ۲۰۰ افغان وګړو د اېستلو خبر ورکړی.

دې رسنیو پرون د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې په ترکیه کې په غیرقانوني ډول دېره ۲۲۱ افغانان په یوه الوتکه کې له استانبول څخه کابل ته واستول شول.

ترکیه اروپايي هېوادونو ته د خلکو د قاچاق یوه اصلي لاره ګڼل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د تېرې جنوري میاشتې د راپور له مخې اوسمهال په ترکیه کې له درې لکو زیات افغان کډوال اوسېږي چې د ۱۳۰ زرو په شاوخوا کې یې قانوني اسناد نه لري او هره شېبه له ترکیې څخه د ایستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.