سعودي له افغانستان سره دېرش ميليونه ډالره مرسته کوي

ارشيف

سعودي عربستان وايي، د افغانستان د بشري مرستو د بنسټ د پیاوړي کولو لپاره دېرش میلیون ډالره مرسته کوي.

دا بنسټ د اسلامي ودې ټولنې تر چتر لاندې او د اسلامي همکاریو له سازمان سره په همغږۍ کې فعالیت کوي.

د ریاض ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې سعودي عربستان له افغانستان سره د مرستو د دوام د ژمنې په اساس دا مرسته کوي.

سعودي چارواکو ویلي چې دا پیسې به د بشري مرستو د برابرولو، روغتیا، معارف، اوبو او د غذايي امنیت د کچې د لوړولو پر چارو ولګول شي.

دا مرسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا زیات خراب دی او میلیونونه افغانان کافي خواړه نه لري.