د کانونو او پټروليم وزارت د ټاپي پروژې د چارو د ژر پيل خبر ورکړی

ټاپي پروژه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د رغونې کار به یوازې د دوو چارو له بشپړېدو وروسته پیل شي چې یوه د نل لیکې د رغونې په لاره کې د پرتو ځمکو استملاک او بله یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ماشینرۍ د واردولو د مالیې معافول دي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان بېګا ازادۍ راډیو ته د دې پروژې د پاتې چارو په اړه وویل: "اوس پروژه دې حده ته رارسېدلې ده چې په دې دوو اړخونو کې؛ یو د اراضیو د استملاک او دوهم د مالیاتو د معافیت په برخه کې چې دوی (ترکمنستان) به خپل وسایل افغانستان ته واردوي او غواړي مالیاتي معافیت ترلاسه کړي."

ټاپي د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د صادرولو نل‌لیکه ده چې رغونه یې په تېرو دوو لسیزو کې د نا امنیو له کبله ځنډېدلې وه.