پکتيا: د ځنګلونو د ساتنې لپاره امنيتي قطعه جوړيږي

د پکتيا ولايت نقشه

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ملا ادم خان اوریاخېل نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د قومي مشرانو په مرسته په دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتلو لپاره د طالب نظامیانو یوه قطعه جوړوي.

ښاغلی اوریاخېل وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې قطعې په جوړولو کار پيل کړی چې د دې وزارت امنیتي پرسونل به یې غړیتوب ولري.

د اوریاخېل په خبره د دې قطعې د جوړېدو غوښتنه د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وروسته له هغه کړې ده چې په نورستان او کونړ کې ځنګلونو وسوځېدل.

په پکتیا کې داسې مهال د ځنګلونو د ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت له لوري امنیتي قطعه جوړېږي چې له دې ولایت څخه مخکې د ځنګلونو د وهلو راپورونه هم خپاره شوي وو.