کندهار: څاه ته لوېدلې مېرمنې ساه ورکړه

د کندهار ولايت نقشه

دا ۳۰ کلنه مېرمن، چې حامله وه، وړمه شپه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې ۶۰ متره ژور څا ته لویدلې وه.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال شمس صمیم وایي، د دې مېرمنې د ژغورنې په عملیاتو کې ونه توانېدل چې هغه ژوندۍ وژغوري.

د ښاغلي صمیم په وینا د لومړنیو معلوماتو پر اساس معلومه شوې چې دا مېرمن د تاوتریخوالي له امله له کوره وتلې او د ځان وژنې په هڅه یې ځان برمې ته غورځولی و.

د نوموړي په وینا د پېښي د تحقق لپاره د دې مېرمنې خاوند نیول شوی دی.

خو له دې سره سره د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ژورو څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې بیا بیا کېږي ځکه چې د دې ډول څاګانو جوړوونکي پر خپلو څاګانو د خوندیتوب لپاره سرپوښ نه ږدي.