د برېتانيا د اپوزيسيون يو مشر د بشري بحران د ارزونې په موخه کابل ته تللی

ارشيف

د بریتانیا د اپوزیسیون یو مشر ډوید لمې پرون کابل ته لاړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د پراخوالي وضعیت له نژدې وویني.

ډیوید لمې، چې د اپوزیسیون له لورې د بهرنیو چارو متبادل وزیر دی، لومړنی بریتانیايي سیاستوال دی چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

له ده سره په دې سفر کې د اپوزیسیون د نړیوالې پراختیا متبادل وزیر پریټ ګیل ملګری دی.

وروسته له دې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو یوې کمېټې له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو د وتلو په اړه د باندنیو چارو وزارت د مدیریت په هکله راپور خپور کړ، اپوزیسیون پر واکمن ګوند او حکومت یې ډېر انتقادونه وکړل.

افغانستان کې بېکارۍ او فقر تر بل هر وخت ډېر شوی ښکاري

په راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل ناورین او له خپلو متحدانو سره خیانت و.

لمې افغانستان ته خپل سفر په دغه هېواد کې د بشري بحران موضوع ته د پام اړولو په خاطر یوه هڅه بولي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ پر اساس،

د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي په بهرنیو مرستو متکي دي.

لمې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري اداره کېدونکی د ماشومانو روغتون، د ځوانانو مرکز، د یونسیف د ماشومانو د ساتنې پروګرام او بې ځایه شوي افغانان وویني.

تېر کال په افغانستان کې نژدې ۷ لکه تنه بې ځایه شول او شاوخوا یو میلیون تنه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته لېږدول شوي دي.