د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبان به د افغانستان د سقوط لامل شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغې وویل د افغانستان نوي واکمن به دا هېواد تر بشپړ سقوط پورې ورسوي او د خلکو د خورا ډېر کړاو او لوږې باعث به شي.

مېرمن بایربوک څرګنده کړه چې له افغانستان سره له بشري مرستو پرته، په نورو برخو کې د نړیوالو مرستې باید له دې شرط سره تړلې وي چې د بشري حقونو په برخه کې څومره پرمختګ کېږي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره چې پاکستان ته په سفر وه، د کرونا وباء معاينې مثبت کېدو له امله يې دا سفر نيمګړی پای ته ورساوه.