د ملګرو ملتونو يو پلاوی له بېوزله افغانانو سره د مرستې لپاره د کويټ فنډ له مشر سره ليدلي

ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یو ان ډي پي یوه پلاوي د کویټ فنډ Kuwait Fund له مشر سره په افغانستان کې له بې وزلو خلکو سره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

یوان ډي پي پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د مشرعبدالله دارداري په مشرۍ پلاوي د کویټ فنډ یا د کویټ صندوق له ریس او غړیو سره یې کتنه کړې.

ټوېټ کې راغلي، په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره چې له مخ په زیاتیدونکي فقر او بېوزلۍ سره مخامخ دي، د مرستو په برخه کې د یوه شراکت د رامنځ ته کېدو پر امکاناتو خبرې شوي، ترڅو په افغانستان کې روان بشري بحران ته حل لاره پیدا شي.

کویټ فنډ یو دولتي وجهي صندوق دی چې په عربي هېوادونو کې د اقتصادي پرمختیا په هدف تاسیس شوی دی.